په کابل کې د ایرنا خبري آژانس خبریال راپور ورکوي، د داعش خراسان ترهګرې ډلې نن چهارشنبه د سلواغه په ۲۴مه اعلان وکړ چې دغې ډلې د سه شنبې ورځې برید کړی او د دغه برید هدف دولتي ځواکونه وو.
د ایرنا د خبر له مخې د کابل بانک مخې ته پرون په یوه ځانمرګي برید کې د ملکي وګړو په ګډون ۱۲ تنه مړه او ژوبل شول. د افغانستان لومړي وزیر دغه ترهګریز برید غندلی دی.
د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې د ټولو ترهګریزو پېښو عاملین د ډیورنډ له فرضي کرښې افغانستان ته ننوځي.
د پیغام پای/
Your Comment